Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 1:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 ”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانو‌ايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د متى زېرے 1:23
18 Iomraidhean Croise  

ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.


ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے، د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،


ګورئ، خُدائ پاک زما خلاصونکے دے، زۀ به په هغۀ توکل کوم او نۀ به يرېږم. ځکه چې مالِک خُدائ ما له طاقت راکوى او زما حفاظت کوى، هغه زما خلاصونکے دے.“


ښه نو بيا ګورئ، مالِک خُدائ به په خپله تاسو ته يوه نښه وښائى. يوه پېغله به اُميدواره شى او چې زوئ يې پېدا شى نو ”عمانو‌ايل“ يعنې، ”خُدائ زمونږ مل دے“ نوم به پرې کېږدى.


هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته.


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


داؤد خو په خپله هغۀ ته مالِک وائى، نو بيا هغه د داؤد زوئ څنګه کېدے شى؟“


نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.


يوه شپه پولوس ته مالِک په رويا کښې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، خپل تبليغ جارى ساته او خاموشه کېږه مه،


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين.


مطلب دا چې خُدائ پاک د مسيح په وسيله دُنيا سره صُلح کوله، او د هغوئ نافرمانى يې د هغوئ خلاف حساب نۀ کړه او د صُلح راوستو پېغام يې زمونږ په حواله کړو.


په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.


خو مالِک ما سره ودرېدو او هغۀ ما له طاقت راکړو، چې زما په وسيله دا پېغام پوره بيان کړے شى چې ټول غېر‌يهوديان يې واورى. نو زۀ د زمرى د خُلې نه دغه شان بچ کړے شوم.


مالِک دې ستاسو مل وى او په تاسو ټولو دې د خُدائ پاک فضل وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan