17 د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.
نبوکدنضر د يروشلم خلق، ټول شهزادګان او ټول مشران سړى قېديان بوتلل چې دا ټول په شمېر کښې لس زره وُو. هغۀ سره د لوهارانو، ټول ماهِر کاريګران وويستل او په يهوداه کښې يې صِرف مسکينان خلق پرېښودل.
دا هم هغه پاتې شوى څيزونه دى کله چې نبوکدنضر بادشاه د يهوداه بادشاه، د يهويقيم زوئ يهوياکين او د يهوداه او يروشلم مشران سپين روبى ټول بابل ته بوتلل.
کله چې يحيىٰ بپتسمه ورکوونکے په قېدخانه کښې د مسيح د کارونو نه خبر شو، نو خپل يو څو مريدان يې ورولېږل چې د عيسىٰ نه دا تپوس وکړى چې،
اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“