4 ”زما د خِدمت کوونکى موسىٰ شريعت او هغه احکام، او فرمانونه چې ما هغۀ ته په سينا غر باندې د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره ورکړى وُو ياد ساتئ.
مالِک خُدائ د خپل صداقت د خاطره خوشحاله وو، چې خپل شريعت لوئ کړى او جلال ورکړى.
د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”لاړ شئ او په چوکونو کښې ودرېږئ او ګورئ. د پخوانو او هغه لارو تپوس وکړئ کومې چې د خير طرف ته ځى. په دې لاره باندې تلل به تاسو ته خير درکړى. خو تاسو ووئيل، ”نه، مونږ به په دې باندې نۀ ځُو.“
نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.
چې تاسو د سينا په غرۀ باندې د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ وئ، کله چې هغۀ ما ته وفرمائيل چې، خلق راغونډ کړه. زۀ غواړم چې د هغوئ سره خبرې وکړم، نو چې تر کومې پورې هغوئ ژوندى وى نو زما فرمانبردارى به زده کوى او خپلو بچو ته به ښائى چې هم دغسې کوى.
پام کوئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې تاسو سره کوم لوظ کړے دے هغه مۀ هېروئ. د هغۀ حُکم منئ چې يو قِسم بُت هم مۀ جوړَوئ
د سينا په غرۀ باندې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يو لوظ وکړو،
پام کوئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هېر نۀ کړئ، نن چې کوم قانون زۀ درکوم چې په هغې باندې عمل کولو کښې ناکامه نۀ شئ.
هيڅکله مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک مۀ هېروئ او نۀ چې نورو معبودانو ته واوړئ چې د هغوئ عبادت او خِدمت وکړئ. کۀ تاسو داسې وکړل، نو زۀ نن تاسو له خبردارے درکوم چې بېشکه تاسو به تباه شئ.