Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ستاسو د پلار نيکونو د وخت نه تاسو زما د احکامو نه اوړېدلې يئ او عمل مو پرې نۀ دے کړے. ما ته راوګرځئ، او زۀ به تاسو ته راوګرځم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”خو تاسو تپوس کوئ، مونږ څنګه راوګرځُو؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 3:7
38 Iomraidhean Croise  

خو ستا خلقو سرکشى وکړه او ستا نافرمانى يې وکړه، هغوئ ستا قانون ته شا کړه. هغوئ به هغه پېغمبران وژل چې خبردارے يې ورکولو، کومو چې ورته فرمائيل چې تا ته واپس راوګرځى. هغوئ ستا خِلاف لويه ګستاخى کوله،


ما ټوله ورځ سرکشه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو. خو هغوئ په خپلو غلطو لارو ځى او ګډو وډو خيالونو پسې ګرځى.


نو بيا هغوئ ته ووايه چې، مالِک خُدائ فرمائى چې، ستاسو پلار نيکۀ زۀ هېر کړے وم، هغوئ زما په ځائ د نورو معبودانو عبادت او خِدمت وکړو. او هغوئ زۀ پرېښودم او زما د کلام تابعدارى يې ونۀ کړه.


خو تاسو د خپل پلار نيکۀ نه هم زيات بد سلوک وکړو. ګوره چې څنګه تاسو هر يو زما د پيروى په ځائ د خپلو سرکشه او بدکاره زړونو خواهشاتو ته غوږ ونيولو.


اے بې‌وفا بچو ما ته راواپس شئ زۀ به ستاسو بې‌وفائى له شفا درکړم. اے مالِکه خُدايه، مونږ به تا ته راواپس کيږُو ځکه چې تۀ مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک يې.


د کومې ورځې نه چې ستاسو پلار نيکۀ د مِصر نه بهر راووتل تر اوسه پورې، ورځ په ورځ، وخت په وخت، ما خپل خِدمت کوونکى پېغمبران تاسو له درولېږل.


خو هغوئ زما خبرو ته غوږ ونۀ نيولو او نۀ يې توجو ورکړه. او هغوئ سرکشه وُو تر دې چې د خپل پلار نيکۀ نه يې هم زيات بدکارونه وکړل.


هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، زۀ تا بنى اِسرائيلو له لېږم، يو سرکشه قوم له چا چې زما خلاف سرکشى کړې ده. د اول نه تر نن ورځې پورې دوئ په خپله او د دوئ پلار نيکۀ زما نافرمانى کړې ده.


خو د بنى اِسرائيلو خلقو په صحرا کښې هم زما خلاف سرکشى وکړه. هغوئ زما په حکمونو عمل ونۀ کړو او زما شريعت يې رد کړو، او دا چې چا هم په دې عمل وکړو هغه به په دې ژوندى پاتې شى. خو هغوئ په ښکاره توګه زما د سبت بې‌عزتى وکړه. نو ما وفرمائيل چې زۀ به خپل قهر او غضب په دوئ نازل کړم او هغوئ به په صحرا کښې تباه کړم.


خو د هغوئ اولاد زما خلاف سرکشى وکړه، او هغوئ زما د سبت سپکاوے وکړو. هغوئ زما د حکمونو پيروى ونۀ کړه، او زما د قانون په ساتلو يې غور ونۀ کړو. چا چې د دې تابعدارى وکړه نو په دې به ژوندى پاتې شى. بيا ما وفرمائيل چې، زۀ به په هغوئ خپل قهر نازل کړم او خپله غصه به په هغوئ په صحرا کښې سړه کړم.


کله چې هغوئ ما هغه مُلک ته راوستل کوم چې ما د هغوئ سره د ورکولو وعده کړې وه نو هرکله چې به هغوئ اوچتې غونډۍ يا شنې ونې وليدلې، نو بيا به هلته هغوئ خپلې قربانۍ پېش کولې، هغوئ داسې قربانۍ بُتانو ته کولې چې زۀ يې په قهر کړم، او هغوئ هلته خپلې د خوشبويانو قربانۍ، او د څښلو نذرانې پېش کړې.


خو هغوئ زما خلاف سرکشى وکړه او ما ته يې غوږ ونۀ نيولو، او يو هم د خپلو بُتانو نه لاس وانۀ خستو په کومو چې د هغوئ توجو وه، او نۀ هغوئ د مِصر بُتان پرېښودل. بيا ما ووئيل، زۀ به خپل غضب په هغوئ نازل کړم او زۀ به خپله غصه د هغوئ خلاف په مِصر کښې سړه کړم.


اے بنى اِسرائيله، مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک ته راوګرځه، ولې چې ستا ګناهونه ستا د راغورزېدو سبب جوړ شوى دى.


نو په دې وجه خلقو ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې ما ته راواپس شئ، او زۀ به تاسو ته راواپس شم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟


اے د شرعې عالمانو، فريسيانو، مُنافقانو، په تاسو افسوس. ستاسو مِثال د هغه قبرونو دے چې بهر سپين کړى او ښائسته ښکارى خو دننه د مړو د هډوکو او د نورې ګندګۍ نه ډک وى.


د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو.


خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“


ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى.


يو وخت داسې وو چې زۀ د شريعت په غېر موجودګۍ کښې ژوندے وم، خو هر کله چې حُکم راغے نو ګناه ژوندۍ شوه او زۀ مړ شوم.


زۀ به هغوئ هغه مُلک ته بوځم چې زرخېز او آباد دے، لکه څنګه چې ما د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. هغوئ چې څومره خوراک غواړى نو هلته به ورته ملاويږى او هغوئ به په آرام سره ژوند تېروى. خو هغوئ به واوړى او د نورو معبودانو عبادت به وکړى. زما نه به هغوئ منکر شى او زما لوظ به مات کړى،


تاسو خُدائ پاک ته رانزدې شئ او هغه به تاسو ته رانزدې شى. اے ګناهګارانو، خپل لاسونه د بدو کارونو نه صفا کړئ او اے دوه زړيو خلقو، خپل زړونه پاک کړئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan