Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 3:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 او د يهوداه او يروشلم نذرانې به مالِک خُدائ ته د قبلولو وى، داسې لکه چې په تېرو ورځو، او په تېر شوو کالونو کښې وې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 3:4
22 Iomraidhean Croise  

هغوئ اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان حلال کړل، چې دا خبره يقينى شى چې مالِک خُدائ به د هغه ليويانو سره مدد کوى چا چې د لوظ صندوق وړلو.


هغۀ هلته د مالِک خُدائ دپاره يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې يې ورباندې پېش کړې. هغۀ دُعا وکړه او مالِک خُدائ د هغۀ دُعا قبوله کړه او په قربان‌ګاه باندې د نذرانو سوزولو دپاره مالِک خُدائ د آسمان نه اور راولېږلو.


سليمان د مالِک خُدائ په حضور کښې قربان‌ګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې.


پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.


نو هلته به تا ته رښتينې قربانۍ پېش شى او ټولې سوزېدونکې نذرانې چې تۀ پرې خوشحاله شې، او ستا په قربان‌ګاه باندې به غوَيان تا ته وړاندې شى.


نو زۀ به هغوئ خپل مقدس غر صيون ته راولم، او خپل د دُعا کور کښې به د هغوئ زړونه د خوشحالۍ نه ډک کړم. او زۀ به د هغوئ سوزېدونکې نذرانې او قربانۍ قبولې کړم. ځکه چې زما کور به د ټولو قومونو دپاره د دُعا کور بللے شى.“


مالِک خُدائ دا فرمائى چې، ”زۀ به صيون ته راواپس شم او په يروشلم کښې به اوسېږم. بيا به يروشلم وفادار ښار بللے شى، او د مالِک خُدائ ربُ الافواج غر به مقدس غر بللے شى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan