Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ”بيا به ټول قومونه تاسو ته بختور وائى، ځکه چې تاسو به يو ښاد او آباد مُلک يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 3:12
15 Iomraidhean Croise  

ډېر خلق يروشلم ته راتلل، چې مالِک خُدائ له يې نذرانې او حزقياه له يې تُحفې راوړې، نو د هغه وخت نه حزقياه د ټولو قومونو په نظر کښې عزتمند وو.


د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،


د هغوئ نسل به په قومونو کښې او د هغوئ اولاد به په اُمتونو کښې مشهور شى، هر څوک چې هغوئ وګورى نو پته به ورته لګى چې دا هغه خلق دى چا له چې مالِک خُدائ برکت ورکړے دے.“


تا ته به بيا هيڅکله ”پرېښودلے شوے ښار“ نوم نۀ شى اخستلے، او نۀ به ستا زمکې ته ”خوشے مُلک“ نوم اخستلے شى. ستا نوے نوم به ”د خُدائ پاک د خوشحالۍ ښار“ او ”د خُدائ پاک ناوې“ وى، ځکه چې مالِک خُدائ ستا نه خوشحال دے او ستا نه به خپله ناوې جوړه کړى.


لکه څنګه چې يو زلمے يوې پېغلې سره وادۀ کوى، نو داسې به ستا زامن تا سره لوظ وکړى. لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د خپلې ناوې سره خوشحاله وى، نو داسې خُدائ پاک به ستا نه خوشحاله وى.


نو بيا به دا ښار ما ته د ټولې دُنيا د خلقو په وړاندې خوشحالى، شُهرت، او عزت راکړى، کله چې دوئ د هغه ټولو ښۀ څيزونو په حقله واورى کوم چې زۀ د يروشلم سره کوم. او خلق به د دې ټول امن او آبادۍ نه متاثره شى او د يرې نه به په لړزان شى.


هغه به په ښائسته مُلک حمله وکړى. ډېر مُلکونه به شکست وخورى، خو ادوم، موآب او د عمون مشران به د هغۀ د لاس نه بچ شى.


په هغې کښې د يو ښکر نه بل راووتلو، چې په شروع کښې ورکوټے وو خو هغه د جنوب او مشرق طرف ته او د اِسرائيل د ښائسته مُلک طرف ته اوږد او طاقتور شو.


دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، ”په هغه ورځو کښې به لس سړى د ټولو ژبو او قومونو نه هر يو د يو يهودى د چُوغې لمنه کلکه ونيسى او وائى به، مونږ پرېږده چې تا سره لاړ شُو، ځکه چې مونږ اورېدلى دى چې مالِک خُدائ ستا مل دے.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”تاسو زما په حقله سپکې سپورې خبرې وکړې،“ ”خو اوس تاسو تپوس کوئ چې، مونږ ستا خلاف څۀ وئيلى دى؟


چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د دې مُلک خيال ساتى او د کال په هر موسم کښې يې ورباندې نظر وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan