ملاکى 3:10 - Pakistani Yousafzai Pashto10 خپله ټوله لسمه حِصه زما ګودام ته راوړئ، چې زما په کور کښې غله دانه وى. په خپل دې کار سره ما وآزمايئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”نو تاسو به ګورئ چې زۀ درته د آسمان نه د باران دروازې خلاصى کړم او په تاسو به دومره ډېر نعمتونه راوروم چې بيا به تاسو سره د دې دپاره د کېښودو ځائ نۀ وى. Faic an caibideil |
په هغه وخت کښې څۀ سړى د هغه ګودامونو مشران مقرر شوى وُو، چرته چې د خُدائ پاک د کور دپاره څيزونه کېښودلے شول، په دې کښې نذرانه، وړومبے پېدا شوې غله او لسمه حِصه. دا سړى د مختلفو ښارونو سره نزدې پټو نه د برخو راغونډولو ذمه وار وُو. دا برخې د قانون په مطابق د اِمامانو او ليويانو دپاره وې. د يهوداه ټول خلق د اِمامانو او ليويانو نه خوشحاله وُو.
هغۀ طوبياه له دا اجازت ورکړو چې يوه لويه کوټه استعمالوى چې به مخکښې په کښې د غلې نذرانو او خوشبويۍ نذرانو د جمع کولو او د خُدائ پاک په کور کښې د استعمالېدونکى سامان دپاره، د اِمامانو د نذرانو دپاره، د غلې د لسمې حصې، د ميو او د زيتُونو هغه تېلو دپاره مخصوصه وه کومه به چې ليويانو، د خُدائ پاک د کور موسيقارانو او د خُدائ پاک د کور څوکيدارانو دپاره وه.