5 ”زما لوظ هغوئ سره وو، د ژوند او امن لوظ، او ما دا هغوئ ته ورکړو چې زما تعظيم وکړى، او هغوئ زما عزت وکړو او زما د نوم د دهشت نه ويرېدل.
تا، زما منښتې پاکه خُدايه، اورېدلې دى، او هم هغه ميراث دې ما ته راکړے دے کوم چې هغوئ ته ورکوې څوک چې ستا نه يريږى.
څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.
زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى.
زۀ به د هغوئ سره د امن يو لوظ وکړم، او دا به ابدى لوظ وى. زۀ به هغوئ په خپل مُلک کښې آباد کړم او د هغوئ شمېر به زيات کړم، او زۀ به د هغوئ په مينځ کښې خپله مقدسه عبادتګاه د تل دپاره جوړه کړم.
نو چې فينحاس، د اِلىعزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله،
او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول،
”اوس د بنى اِسرائيلو د ټولو مشرانو زامنو په ځائ ليويان وقف کړه چې زما شى او د بنى اِسرائيلو د وړومبو پېدا شوو څاروو په ځائ د ليويانو څاروى وقف کړه. زۀ مالِک خُدائ يم.
کله چې تۀ ليويان پاک او وقف کړې، نو هغوئ د خِدمت دپاره مقدسې خېمې ته دننه تلے شى.