Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 2:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ستاسو په وجه به زۀ ستاسو اولاد ورټم، زۀ به ستاسو په مخونو ستاسو د اختر د قربانو ګند واچوم، او تاسو به دې سره بهر وغورزولے شئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 2:3
16 Iomraidhean Croise  

نو د دې په وجه به زۀ ستا په شاهى خاندان وبا راولم او ستا د اولاد ټول نران به ووژنم کۀ هغه آزاد وى او کۀ غلام. او زۀ به ستا د خاندان نه ځان خلاص کړم، هغوئ به داسې فنا شى لکه چې څپياکې وسوزولے شى.


هغوئ به د خپلو متيازو په شان د تل دپاره ختم شى، چا چې هغوئ ليدلى وى نو هغوئ به ووائى چې څۀ شول؟


خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى، چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى.


څوک چې په عين دور کښې تباه شول، او د دوئ د بدن نه د پټو ډيران جوړ شو.


خو د سخى غوښه، څرمن او د هغۀ سوټې د خېمو نه بهر وسوزوه. دا د اِمامانو د ګناه معاف کېدلو دپاره يوه نذرانه ده.


او د زمکې په مخ به يې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به د هغه چا په وړاندې يعنې د نمر، سپوږمۍ او ستورو مخې ته پراتۀ وى د چا چې هغوئ عبادت کولو، ځکه چې هغوئ د دې څيزونو خِدمت کولو، او دې پسې روان وُو، او دې ته يې سجده کوله. د هغوئ هډُوکى به دوباره په خپلو کښې رايوځائ نۀ شى او نۀ به ښخ کړے شى بلکې د ډيران په شان به پراتۀ وى.


پټى تباه شوى دى، زمکه اوچه شوه، غله تباه شوه، انګور ضائع شُو، او د زيتُونو تېل ختم شول.


تخم د زمکې لاندې اوچ شو. د غلې ګودامونه خالى او وران ويجاړ پراتۀ دى، خمبې تشې او ماتې شوې ځکه چې تخم اوچ شوے دے.


نو زۀ به تاسو له سزا درکړم. زۀ به په تاسو افتونه راولم يعنې لا علاجه بيمارۍ او تبې چې تاسو به ړاندۀ کړى او ستاسو ژوند به لنډ تنګ کړم. تاسو به تخم وکَرئ، خو هيڅ ګټه به درنۀ کړى، ځکه چې ستاسو دشمنان به په تاسو غالِب شى او چې تاسو څۀ کَرلى وى نو هغوئ به يې وخورى.


زۀ به په تا ګند دروغورزوم، زۀ به تا سپکه کړم او تا نه به يو تماشه جوړه کړم.


”نو په دې وجه ما تۀ د ټولو خلقو په وړاندې سپک او عاجز کړې، ځکه چې تا زما په طريقو عمل ونۀ کړو خو د شريعت په مسئلو کښې دې طرفدارى وکړه.“


بيا دا نۀ په زمکه او نۀ په ډيران پکاريږى، دا بس د عبث غورزولو ده. کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغوئ دې واورى.“


څوک چې مونږ بدناموى، هغوئ ته په مينې سره خواست کوُو. مونږ تر ننه پورې د دُنيا د ډيران او د ګند په شان پاتې شوى يُو.


تاسو به ښۀ ډېر تخم وکَرئ، خو لږ فصل به ترې ورېبئ، ځکه چې د قحطۍ مُلخان به ستاسو فصلونه وخورى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan