ملاکى 1:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 ”اوس خُدائ پاک ته سوال زارى کوئ چې په مونږ مهربان شى. ستاسو نه په داسې قربانۍ پېش کولو، آيا هغه به تاسو قبول کړى؟“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. Faic an caibideil |
کۀ چرې هغوئ په رښتيا سره پېغمبران وى او د مالِک خُدائ د خوا نه ورته کلام ورکړے شوے وى نو بيا دې هغوئ ما ته چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يم سوال او مِنت وکړى چې زۀ هغه پاتې شوى مقدس څيزونه بابل ته پرې نۀ ږدم چې هغوئ يوسى. او چې هغه په يروشلم کښې د مالِک خُدائ په کور او د يهوداه بادشاه په محل کښې پاتې شى.
هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ په حضور کښې خِدمت کوى، هغوئ دې د خُدائ پاک د کور د ډيوډۍ او د قربانګاه په مينځ کښې ودريږى او ژړا دې وکړى. هغوئ دې داسې دُعا وغواړى، ”اے مالِکه خُدايه خپل خلق بچ کړه. خپل خاص ميراث مۀ د خندا کوه. هغوئ مۀ پرېږده چې بېايمانه غېر مُلکيان ورپورې ټوقې وکړى څوک چې دا وائى، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک هغوئ پرېښودى دى څۀ؟“