Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 1:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مالِک خُدائ ربُ الافواج اِمامانو ته فرمائى چې، ”يو زوئ د خپل پلار عزت کوى، او نوکر د خپل مالِک. کۀ چرې زۀ پلار يم، نو زما هغه عزت چرته دے؟ کۀ چرې زۀ مالِک يم، نو زما هغه احترام چرته دے؟ اے اِمامانو، خو دا تاسو يئ چې زما د نوم سپکاوے کوئ. خو تاسو تپوس کوئ چې، مونږ څنګه ستا د نوم سپکاوے کړے دے؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 1:6
52 Iomraidhean Croise  

لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، نو تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې زۀ درکوم.


نمسى د خپلو مشرانو دپاره تاج وى، او ماشومان په مور پلار فخر کوى.


داسې انسانان هم شته چې په خپلو پلارانو لعنت وائى او په خپلو ميندو بدرد وائى،


هغه سترګې چې د خپل پلار پورې ټوقې کوى، او خپلې مور ته سپک ګورى، نو د صحرا په ټپوسانو به راويستلے شى، او لاش به يې د صحرا د ګنجۍ خوراک شى.


مالِک خُدائ وفرمائيل، ”اے زمکې او آسمانه، زۀ چې څۀ وايم نو هغه واورئ. ما چې د کومو بچو پالنه کړې ده او خيال مې ساتلے دے نو هغوئ زما خِلاف بغاوت کړے دے.


تاسو ما له د ګډو خپلې سوزېدونکې نذرانې رانۀ وړلې، تاسو د قربانو سره زما درناوے ونۀ کړو. په تاسو مې بوج وانۀ چولو چې نذرانې مې درنه غوښتے وے او تنګ مې نۀ کړئ چې خوشبودارې مصالحې مې درنه غوښتے وے.


په هغۀ باندې افسوس چې خپل پلار ته وائى چې، ”زۀ دې ولې پېدا کړم؟“ يا خپلې مور ته ووائى چې، ”تا ولې زۀ داسې جوړ کړم؟“


هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”نبيان او اِمامان دواړه بې‌خُدايه کارونه کوى، تر دې چې ما په خپل کور کښې هم د دوئ بدعملۍ پېدا کړى دى.


تۀ د دومره بې‌شرمۍ باوجود بيا هم ما ته وائې چې، ”اے پلاره، کله چې زۀ وړه وم، تا ما سره مينه کوله،


کله چې هغوئ واپس راشى نو د پښېمانۍ نه به اوښکې د هغوئ په مخ روانې وى او زۀ به هغوئ په ډېره مينه خپلو کورونو ته واپس بوځم، نو زۀ به هغوئ د روانو اوبو په خوا کښې او په هواره لاره بوځم هسې نه چې چرته تيندک وخورى، ځکه چې زۀ د بنى اِسرائيلو پلار يم، او اِفرائيم زما مشر زوئ دے.“


يوندب چې د ريکاب زوئ د هغۀ اولاد د خپل پلار حُکم ومنلو او د هغې پيروى يې وکړه، خو تاسو خلقو زما خبره ونۀ منله.


د هغۀ اِمامان زما شريعت ماتوى او زما د مقدسو څيزونو بې‌حرمتى کوى، هغوئ د مقدسو څيزونو او د عامو څيزونو په مينځ کښې فرق نۀ کوى، او هغوئ د پاکو او پليتو په مينځ کښې د فرق کولو تعليم نۀ ورکوى، او هغوئ زما د سبت په ساتلو باندې خپلې سترګې پټوى، نو زۀ د هغوئ په مينځ کښې سپک شوے يم.


بنى اِسرائيل وائى، ”زۀ ډېر مالداره يم، زۀ دولتمند شوے يم. هيڅوک به دا ثابته نۀ کړى چې په دې ټول مال حال حاصلولو کښې زما نه څۀ قصور يا ګناه شوې ده.“


زما خلق تباه دى ځکه چې هغوئ سره صحيح عِلم نشته. په دې سبب چې تاسو عِلم رد کړے دے، زۀ تاسو رد کوم چې تاسو به نور زما اِمامان نۀ يئ. او لکه چې تاسو د خپل خُدائ پاک شريعت هېر کړے دے زۀ به هم ستاسو اولاد له د اِمامانو جوړېدو عزت ورنۀ کړم.


”اے اِمامانو، دې ته غوږ ونيسئ. اے بنى اِسرائيلو واورئ، اے د شاهى خاندان خلقو توجو وکړئ. عدالت ستاسو خلاف فېصله کړې ده. ځکه چې تاسو د خلقو دپاره دام جوړ شوئ چې په مصفاه او تبور کښې مو د بُتانو عبادت کړے دے.


ستاسو هر يو کس دې د خپل مور او پلار عزت کوى او د سبت ورځ مانځئ، چې څنګه ما حُکم درکړے دے. زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم.


د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بې‌حرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى.


”ګورئ اوس دا حکم ستاسو دپاره دے، اے اِمامانو.


آيا زمونږ ټولو پلار يو نۀ دے؟ آيا يو خُدائ پاک مونږ جوړ کړى نۀ يُو؟ مونږ بيا ولې په خپلو کښې د يو بل سره په بې‌وفائى کولو د خپل پلار نيکۀ د لوظ بې‌احترامى کوُو؟


خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


”نو زۀ به تاسو له د عدالت دپاره نزدې درشم. زر به زۀ د جادوګرو، زناکارو او چې په دروغو قسم خورى د هغوئ خلاف ګواهى ورکړم، د هغوئ خلاف چې د مزدورانو سره په مزدورۍ کښې ټګى کوى، څوک چې په کونډو او يتيمانانو ظلم کوى، او مسافر د اِنصاف نه محروموى خو زما نه نۀ يريږى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


ځکه چې خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د خپل مور او پلار عزت کوئ، او هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.


نو هغه نور د مور او پلار د حق نه مجبور نۀ دے. نو دغه شان تاسو د خپلو رواياتو په وجه د خُدائ پاک حُکمونه منسوخ کوئ.


د مور پلار عزت کوئ او د خپل ګاونډى سره د خپل ځان په شان مينه ساتئ.“


نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.


هر هغه څوک چې ما ته مالِک مالِک وائى هغه به د آسمان په بادشاهۍ کښې ورداخل نۀ شى، خو صرف هغه کس چې زما د آسمانى پلار په رضا کار کوى.


تا ته د خُدائ پاک حُکمونه معلوم دى چې، قتل مۀ کوه، زنا مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه، ټګى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“


ځکه چې موسىٰ وفرمائيل، ”د خپل مور او پلار عزت کوئ،“ او، ”هر څوک چې خپل مور يا پلار ته بدرد وائى هغه دې قتل کړے شى.“


خو هغۀ خپل ځان د صحيح ثابتولو دپاره د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”زما ګاونډى څوک دے؟“


تا ته د شريعت حُکمونه خو معلوم دى، زنا مۀ کوه، قتل مۀ کوه، غلا مۀ کوه، د دروغو ګواهى مۀ کوه او د خپل مور پلار عزت کوه.“


ترس ناک شئ لکه څنګه چې ستاسو پلار هم ترس ناک دے.


تاسو ما ته ولې مالِک مالِک وايئ او هغه کار هيڅکله هم نۀ کوئ چې زۀ يې درته وايم؟


”د خپل مور او پلار عزت کوئ.“ ځکه چې دا اولنے حُکم دے چې په کښې دا وعده شوې ده چې،


او په بيابان کښې يې چې څۀ وکړل. نو تاسو په خپلو سترګو وليدل چې هغۀ تاسو په حِفاظت سره تر دې ځائ پورې داسې راوستلئ، لکه چې پلار خپل زوئ بوځى.


تاسو د مالِک خُدائ سره داسې کوئ، اے کم عقلو او بې‌شعوره خلقو. هغه ستاسو پلار دے، هغه ستاسو خالِق دے، هغۀ تاسو جوړ کړئ او آباد يې کړئ.


د خپل مور او پلار عزت کوئ، لکه چې زۀ، مالِک خُدائ، ستاسو خُدائ پاک تاسو له حُکم درکوم، نو ستاسو هر څۀ به سم وى او تاسو به په هغه مُلک کښې يو اوږد عمر تېر کړئ کوم چې درکوم.


او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan