نو په دې وجه مالِک خُدائ يهوداه او يروشلم ته غصه دے او چې هغۀ څۀ کړى دى په هغې باندې هر يو کس حېران دے او يرېدلے دے او سپک يې ګڼى. او تاسو ته د دې ډېره ښۀ پته ده.
بيا هغوئ څوک چې د بنى اِسرائيلو په ښارونو کښې اوسيږى به بهر لاړ شى او وسلې به د سوزولو دپاره استعمال کړى او واړۀ او غټ ډالونه، ليندې او غشى، جنګى ډنډې او نېزې به وسوزوى. د اووۀ کالو پورې به هغوئ دا سوزولو دپاره استعمالوى.