Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ملاکى 1:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 ادوميان وائى چې، ”اګر کۀ مونږ تباه کړے شوى يُو، خو مونږ به دا کنډرې بيا جوړې کړُو.“ خو مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”هغوئ دا جوړولے شى، خو زۀ به يې تباه کړم. دې ته به د بدعملۍ مُلک وئيلے کيږى، او خلق به يې همېشه د خُدائ پاک د لعنت لاندې وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ملاکى 1:4
37 Iomraidhean Croise  

چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى.


کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.


ځکه چې هغه زورَور او د حِکمت خاوند دے او څوک هم چې د هغۀ مخالفت کوى نو نقصان به اوچتوى.


ترڅو چې مالِک خُدائ يو کور جوړ نۀ کړى، د هغې د جوړونکى محنت بې‌کاره دے. ترڅو چې د خُدائ نظر په ښار نۀ وى، د هغې چوکيداران بې‌کاره ولاړ وى.


اے مالِکه خُدايه، ادوميان راياد کړه، چې څۀ يې کړى وُو، په کومه ورځ چې يروشلم رانسکور شوے وو. هغوئ چغې وهلې چې، ”وران يې کړئ، او چې د بنيادونو پورې يې وران کړئ.“


مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


هيڅ به پاتې نۀ شى، يا خو به تاسو د قېديانو په مينځ کښې د يرې نه زېړې داړې نيولې وى او يا به په جنګ کښې ووژلے شئ. خو د مالِک خُدائ غصه به بيا هم نۀ سړيږى، هغۀ به تاسو له د سزا درکولو دپاره خپل لاس اوچت کړے وى.


هغوئ به په يو ځائ د نمرپرېواتۀ طرف په فلستيانو باندې حمله وکړى او چې د نمرخاتۀ طرف ته کوم خلق اوسيږى نو هغوئ به لوټ کړى. هغوئ به د ادوم او موآب په خلقو باندې فتح حاصله کړى او د عمون خلق به د هغوئ تابعدار شى.


دا به شپه او ورځ بليږى او د دې نه به تل لوګے خېژى. هغه مُلک به په هره زمانه کښې خوشے پروت وى تر دې چې څوک مسافر به هم تر همېشه پورې په دې کښې سفر نۀ کوى.


او زما تُورې خپل کار په آسمان کښې پوره کړے دے، او ګورئ اوس به دا په ادوم نازله شى، په هغه قوم کوم چې ما د تباهۍ دپاره په نښه کړے دے.


مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، ”ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد شته دے، ستاسو ماشومان به خپل مُلک ته بيا واپس راشى.


نو بيا هغې منصوبې ته غوږ شه کومه چې مالِک خُدائ د ادوم په خلاف جوړه کړې ده، او څۀ چې هغه د تيمان د خلقو سره کول غواړى. د هغوئ د رمې نه به واړۀ ګډورى راکاږى او هغه به په پوره توګه د هغوئ د څرن ځائ د دوئ په وجه وران کړى.


د ادوميانو په حقله مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى چې، ”ولې په تيمان کښې نور حکمت او عقل نشته څۀ؟ آيا هوښياران ورته صحيح مشوره نۀ شى ورکولے څۀ؟ ولې د هغوئ عقل خوړلے شوے دے څۀ؟


اے د ددان خلقو، واپس شئ او وتښتئ، او په غارونو کښې خپل ځان پټ کړئ، ځکه چې زۀ په عِيسو افت نازلوم نو په دغه وخت کښې به زۀ هغۀ ته هم سزا ورکړم.


هغوئ به ستاسو فصلونه او خوراک لواړ تېر کړى، هغوئ به ستاسو زامن او لوڼه ووژنى. هغوئ به ستاسو رَمې او څاروى تباه کړى، او هغوئ به ستاسو د انګورو او د اينځر ونې تباه کړى. تاسو چې په کومو محفوظو ښارونو باندې بهروسه کوئ نو د هغې لښکرې به يې تباه برباد کړى.


څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟


تاسو به په تُوره باندې ووژلے شئ، او زۀ به د اِسرائيل په مُلک کښې دننه په تاسو خپله فېصله واوروم. نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ يم.


نو په دې وجه، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى چې، زۀ به خپل لاس د ادوم خلاف وغزوم او د هغۀ خلق او ځناور به ووژنم. زۀ به دا د تيمان نه واخله تر ددان پورې وران ويجاړ کړم او هغوئ به په تُوره قتل کړم.


زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو په لاس خپله بدله د ادوميانو نه واخلم، او هغوئ به ورسره زما د قهر و غضب په مطابق رفتار وکړى، هغوئ به زما په بدله اخستو پوهه شى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.“


زۀ به تا بربنډ ګټ کړم، او تۀ به هغه ځائ وګرځې چرته چې خلق د ماهيانو جال خوروى. تۀ به بيا آباد نۀ شې ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


زۀ به ستا ښارونه په کنډرو بدل کړم او تۀ به شاړ او ويجاړ شې. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.


زۀ به تا د تل دپاره خالى کړم، او ستا ښارونه به بيا آباد نۀ شى. نو بيا به تۀ پوهه شې چې زۀ مالِک خُدائ يم.


مالِک خُدائ داسې فرمائى، ”د ادوم خلقو بار بار ګناه کړې ده، نو زۀ به هغوئ د سزا نه بغېر پرې نۀ ږدم. ځکه چې هغوئ خپلو وروڼو بنى اِسرائيلو پسې تُوره په لاس منډې وهلې او په هغوئ يې هيڅ رحم نۀ کولو. او خپله غصه يې جارى وساتله، او غصه يې د قابو نه بهر کېده.


زۀ به د اوړى کورونه او د ژمى کورونه دواړه تباه کړم. هغه کورونه چې د هاتى په غاښونو ښائسته کړے شوى دى هغه به تباه شى او دا محلونه به باقى پاتې نۀ شى،“ مالِک خُدائ فرمائى.


تاسو په غريبانانو ظلم کوئ او د هغوئ په غله د حد نه زيات ټيکس لګوئ. نو په دې وجه اګر کۀ تاسو د کاڼو نه ښائسته کورونه جوړ کړى دى خو تاسو به په هغې کښې نۀ اوسېږئ، اګر کۀ تاسو د انګورو ډک باغونه کَرلى دى خو تاسو به د هغې مے ونۀ څښئ.


کله چې مالِک خُدائ حکم وکړى، نو بيا به هغه غټ او واړۀ کورونه دړې وړې کړى.


تاسو کلنه ښار ته لاړ شئ او وګورئ چې هلته څۀ شوى دى. بيا د حمات لوئ ښار ته لاړ شئ، او بيا په فلستيه کښې د جات ښار ته ورکوز شئ. تاسو خو د هغوئ نه څۀ زيات ښۀ نۀ يئ؟ ولې ستاسو علاقه د هغوئ نه لويه ده څۀ؟


دا د عبدياه رويا ده. دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ يې د ادوم د قوم په حقله فرمائى، مونږ د مالِک خُدائ نه يو پېغام واورېدو، هغۀ يو پېغمبر قومونو ته ولېږلو چې ورته وفرمائى، ”پاڅئ، او راځئ چې په ادوم حمله وکړُو.“


تا خپل ورور يعقوب سره ظلم کړے دے نو په دې وجه به تۀ په شرمونو وشرمېږې او د همېشه دپاره به تباه او برباد شې.


خو عِيسو يعنې د ادوميانو پلار نيکۀ ما رد کړو، او ما د هغوئ غرونه شاړ کړل او د هغوئ ميراث مې د بيابان ګيدړانو ته پرېښودلو.“


څوک چې ما سره نۀ دے، هغه زما خلاف دے. څوک يې چې ما سره يو ځائ نۀ راټولوى نو هغه يې نولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan