12 ”خو تاسو زما د نوم بېحرمتى کوئ په دې وئيلو سره چې د مالِک خُدائ قربانګاه ناپاکه ده، او د دې خوراک بېاهميته دے.
خو د دې عمل په وجه تا د مالِک خُدائ لوئ سپکاوے کړے دے، نو په دې وجه به ستا ماشوم مړ شى.“
هلته د لرګى يوه قربانګاه وه چې پاو باندې پينځۀ فټه اوچته او درې نيم فټه پلنه وه. د دې ګوټونه، د دې بېخ، او د دې اړخونه د لرګى نه جوړ شوى وُو. هغه سړى ما ته ووئيل، ”دا هغه مېز دے چې د مالِک خُدائ په وړاندې ولاړ دے.“
صرف هغوئ به زما مقدس مقام ته رادننه شى، يواځې هغوئ به زما مېز ته نزدې راشى او زما په حضور کښې به خِدمت کوى او زما د فرائضو ذمه وارى به سمبالوى.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تاسو تباه کوم، ځکه چې تاسو زما خلاف يئ، نو څوک به ستاسو مدد کوى؟
د خپل اولاد يو کس هم د مولک بُت دپاره مۀ ورکوئ چې د هغۀ په عبادت کښې استعمال شى ځکه چې په داسې کولو سره د خپل خُدائ پاک د نوم سپکاوے کوئ. زۀ مالِک خُدائ يم.
هغوئ د غريبانانو سرونه لکه د زمکې د خاورى په شان د پښو لاندې کوى او نۀ پرېږدى چې مظلومانو ته اِنصاف مِلاو شى. پلار او زوئ هم يوې ښځې سره څملى او زما د پاک نوم بېحرمتى کوى.
او تاسو وايئ چې، دا څومره بوج دے. او پوکى وهئ او د دې نه نفرت کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى. ”کله چې تاسو د غلا، ګوډ يا بيمار څاروى راولئ او د قربانۍ په طور يې پېش کړئ، آيا زۀ دا ستاسو د لاسونو نه قبول کړم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.
خو تاسو اِمامان د خپلې صحيح لارې نه واوړېدئ او ستاسو د شريعت په وجه ډېرو تيندک خوړلے دے. د ليويانو سره زما شوے لوظ تا مات کړو،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېريهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“