9 هيروديس ووئيل چې، ”د يحيىٰ سر ما په خپله پرې کړے دے خو دا لا څوک دے چې دا دومره زور شور يې دے؟“ نو هغه د عيسىٰ سره د مِلاوېدو په کوشش کښې وو.
او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى.
کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى.