62 عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.“
نو اليشع خپل غوَيان پرېښودل، په الياس پسې يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به خپل مور پلار په مخه ښه وئيلو دپاره ښُکل کړم، نو بيا به تا سره لاړ شم.“ الياس ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، لاړ شه. خو چې ما ستا دپاره څۀ کړى دى نو هغه مۀ هېروه.“
زما وروڼو او خوېندو، زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم، چې هغه پخوانى څيزونه هېر کړم او د راتلونکو څيزونو دپاره سخت محنت وکړم،
ځکه چې ديماس د دې موجوده دُنيا په مينه کښې زۀ پرېښودلم او تِسالونيکې ته لاړو او کريسکينس ګلتيه ته لاړو او تيطوس دلماتيه ته لاړو.
څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“