59 بل چا ته هغۀ وفرمائيل چې، ”په ما پسې راځه.“ خو سړى جواب ورکړو، ”مالِکه، اول ما ته اجازت راکړه چې خپل پلار ښخ کړم.“
نو اليشع خپل غوَيان پرېښودل، په الياس پسې يې منډه کړه او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ به خپل مور پلار په مخه ښه وئيلو دپاره ښُکل کړم، نو بيا به تا سره لاړ شم.“ الياس ورته وفرمائيل، ”ټيک ده، لاړ شه. خو چې ما ستا دپاره څۀ کړى دى نو هغه مۀ هېروه.“
”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج يې فرمائى، دا خلق وائى چې د مالِک خُدائ د کور بيا جوړولو وخت لا نۀ دے راغلے.“
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل چې، ”کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.
تاسو د هر څۀ نه اول د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د هغۀ د رښتينوالۍ لټون کوئ، نو بيا به هغه دا ټول څيزونه هم تاسو ته درکړى.
څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.
خو عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”مړى پرېږدئ چې مړى ښخوى خو تۀ خامخا لاړ شه او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے ورکوه.“