58 عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر په کښې ولګوى.“
چنچڼې خو هم کور پېدا کړے دے، طوطاګرکى خو هم خپل ځان دپاره جاله جوړه کړې ده، ستا د قربانګاه سره نزدې چې خپل بچى په کښې لوئ کړى اے مالِکه خُدايه، ربُ الافواجه زما بادشاه او زما پاکه خُدايه،
دا تخم اګر چې د ټولو تخمونو نه ورکوټے وى خو کله چې دا لوئ شى نو دا د باغ د هرې بلې کروندې نه لوئ شى، او داسې بوټے شى چې د هوا مارغان راځى او د هغې په څانګو کښېنى.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“
ځکه چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د فضل نه خبر يئ. کۀ څۀ هم چې هغه غنى وو خو هغه ستاسو دپاره غريب شو، د دې دپاره چې د هغۀ د غربت په وسيله تاسو مالدار شئ.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟