57 کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“
نو ټولو خلقو په يوه خولۀ جواب ورکړو، ”مالِک خُدائ چې څۀ هم فرمائيلى دى مونږ به هم هغه شان کوُو.“ بيا موسىٰ واپس د هغوئ جواب مالِک خُدائ ته ورسولو.
هر کله چې هغه وخت رانزدې شو چې عيسىٰ پاس آسمان ته وخېژولے شى نو هغۀ يروشلم ته د تلو پوخ نيت وکړو.
نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.
پطروس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، زۀ اوس ولې نۀ شم درتلے؟ زۀ به خپل ځان په تا قربان کړم.“