Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:56 - Pakistani Yousafzai Pashto

56 نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:56
16 Iomraidhean Croise  

خبردار، په دې وړو کښې يو ته هم سپک مۀ ګورئ. زۀ تاسو ته دا وايم چې د دوئ فرښتې په آسمان کښې هر وخت زما د آسمانى پلار په حضور کښې موجودې وى.


ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره راغلے دے چې ورک شوو ته خلاصون ورکړى.


ځکه چې اِبن آدم د دې دپاره رانۀغلو چې د هغۀ خِدمت دې وکړے شى خو د دې دپاره راغلو چې د نورو خِدمت وکړى او خپل ژوند د ډېرو دپاره فديه کړى.“


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې د هغه سړى خلاف مۀ ودرېږئ څوک چې درسره بد کوى. کۀ څوک درله په ښى مخ څپېړه درکړى نو ګس مخ هم ورواړوه.


ځکه چې اِبن آدم دې له راغلے دے چې ورک شوى ولټوى او بچ يې کړى.“


خو عيسىٰ جواب ورکړو، ”بس مۀ کوئ.“ بيا هغۀ د هغه سړى په غوږ لاس کېښودو او روغ يې کړو.


عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې.


خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل.


کله چې هغوئ په لاره روان وُو نو يو سړى هغۀ ته ووئيل، ”هر چرته چې تۀ ځې، زۀ به هم درپسې ځم.“


غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى.


زۀ د هغه چا عدالت نۀ کوم څوک چې زما کلام اورى او تابعدارى يې نۀ کوى ځکه چې زۀ د دې دپاره نۀ يم راغلے چې د دُنيا عدالت وکړم بلکې د دُنيا د بچ کولو دپاره راغلے يم.


خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.


بدۍ ته خپل ځان مۀ ښکته کوئ بلکې د نېکۍ په وسيله پرې بدۍ غالب شئ.


دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan