54 هر کله چې د هغۀ مريدانو يعقوب او يوحنا دا حال وليدلو نو وې وئيل، ”مالِکه، مونږ د آسمان نه د دې کلى د سوزولو دپاره اور وغواړو څۀ؟“
ابيشى ووئيل چې د هغۀ مور ضروياه وه، ”بادشاه سلامت، تا دا مردار سپے ولې پرېښودو چې کنځلې درته وکړى؟ ما له اجازت راکړه چې زۀ ورشم او سر ترې نه پرې کړم.“
(د جبعون خلق اِسرائيليان نۀ وُو، هغوئ د اموريانو ژوندۍ پاتې شوې يوه وړه ډله وه او اِسرائيلو دا لوظ کړے وو چې هغوئ به ژوندى پرېږدى خو ساؤل د يهوداه او د اِسرائيل د قوم پرستۍ په وجه غوښتل چې اموريان تباه کړى.)
بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“
او هغۀ ورته ووئيل، ”ما سره لاړ شه او په خپله وګوره چې زۀ د مالِک خُدائ څومره وفادار يم.“ او هغه يې په خپله جنګى ګاډۍ کښې بوتلو.
خو ياهُو د زړۀ د اخلاصه د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک قانون نۀ منلو. هغه د يربعام د هغه ګناهونو نه نۀ راګرځېدو، چې په بنى اِسرائيلو باندې يې کړى وُو.
د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى، د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.
بيا د زبدى په زامنو يعقوب او د هغۀ په ورور يوحنا يې بونرګس يعنې د تندر زامن نوم کېښودو،
خو هغۀ ورته مخ ورواړوو او وې رټل.
هغې غټې معجزې کولې تر دې چې د خلقو په وړاندې يې د آسمان نه زمکې ته اور نازل کړو.
داسې ښکارېده چې د هغې يو سر د مرګى ګزار خوړلے وو خو د هغې ګزار ټيک شوے وو او ټوله دُنيا په هغې بلا پسې په حېرانتيا روانه وه.