Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:45 - Pakistani Yousafzai Pashto

45 خو هغوئ د هغۀ په دې وينا پوهه نۀ شول ځکه چې د دې مطلب د هغوئ نه پټ وو د دې دپاره چې هغوئ په دې ونۀ رسى او هغوئ په دې حقله د هغۀ نه د تپوس کولو نه هم يرېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:45
15 Iomraidhean Croise  

بيا پطروس هغه د لاس نه ونيوو او يوې خوا ته يې ورته ووئيل چې، ”خُدائ دې نۀ کړى مالِکه، په تا دې داسې هيڅکله هم ونۀ شى.“


کله چې هغوئ په ګليل کښې يو ځائ وُو نو عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.


هغوئ دا خبره ځان سره وساتله او په خپلو کښې يې بحث کولو چې د مړو نه د بيا راپاڅېدلو څۀ مطلب کېدے شى.


خو هغوئ د هغۀ په خبره نۀ پوهېدل او د يرې نه يې تپوس ترې هم نۀ شو کولے.


خو هغوئ په دې هيڅ ونۀ رسېدل او څۀ چې وئيلے شوى وُو، مطلب يې د هغوئ نه پټ وو ځکه چې هغوئ يې په مطلب نۀ پوهېدل.


خو هغوئ د هغۀ د خبرې په مطلب ونۀ رسېدل.


د هغوئ په مينځ کښې دا بحث شروع شو چې په مونږ کښې د ټولو نه لوئ څوک دے.


هغه وخت خو د عيسىٰ مريدان په دې پوهه نۀ شول، خو کله چې عيسىٰ خپلې لويئ ته ورسېدلو نو هغوئ ته بيا ورياد شول چې دا خو د هغۀ په حقله ليکلے شوى وُو او هم دغه شان د هغۀ سره وشول.


ګڼې جواب ورکړو چې، ”زمونږ شريعت دا وائى چې مسيح به تل تر تله وى، نو بيا تۀ څنګه وائې چې اِبن آدم به ضرور په سولۍ وخېژولے شى؟ دا اِبن آدم دے څوک؟“


توما هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پته نشته چې تۀ چرته روان يې، نو مونږ ته د لارې څۀ پته ده؟“


بيا مريدانو يو تر بله ووئيل چې، ”ولې چا هغۀ له خوراک راوړے دے څۀ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan