Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:44 - Pakistani Yousafzai Pashto

44 ”پرېږدئ او دا خبرې په کولاو غوږونو واورئ. اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:44
26 Iomraidhean Croise  

داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د نااُميدۍ په حالت کښې يم. خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى، ځکه چې هغه رحمان او رحيم دے.“


د هغه وخت نه عيسىٰ خپلو مريدانو ته دا خبره څرګنده کړه چې، ”هغه به ضرور يروشلم ته لاړ شى او د مشرانو او د مشرانو اِمامانو او د شرعې د عالمانو د لاسه به ډيرې سختۍ وزغمى، او هغه به ووژلے شى او په درېمه ورځ به بيا راژوندے شى.“


”تاسو خبر يئ چې دوه ورځې پس به د فسح اختر وى، او اِبن آدم به په سولۍ کولو ته وسپارلے شى.“


بيا يې هغوئ ته تعليم شروع کړو چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى مشران او مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


ځکه چې هغۀ خپلو مريدانو له تعليم ورکولو او ورته يې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به د دشمنانو لاسونو ته حواله کړے شى. هغوئ به دے قتل کړى، خو د مرګ نه درې ورځې پس به هغه بيا راژوندے شى.“


چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.


عيسىٰ دولس مريدان ځان له کړل او ورته يې وفرمائيل، ”مونږ اوس يروشلم ته ځو او د اِبن آدم په حق کښې هر څۀ چې د نبيانو په وسيله ليکلے شوى دى، هغه به پوره شى.


خو مريمې په دې ټولو واقعو سوچ کولو او په زړۀ کښې يې ساتلى.


بيا هغه د هغوئ سره ناصرت ته واپس لاړو او د هغوئ د تابعدارۍ لاندې يې وخت تېرولو. مور يې دا ټولې خبرې په زړۀ کښې پټې وساتلې.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”دا زما هغه کلام دے چې کله زۀ تاسو سره وم نو درته به مې وئيل چې د موسىٰ په شريعت کښې د نبيانو په صحيفو کښې او په زبور کښې چې څۀ زما په حقله ليکلے شوى دى، هغه به ضرور پوره شى.“


او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“


عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”ولې تاسو اوس په ما يقين کوئ څۀ؟


خو ما دا خبرې تاسو ته ځکه وکړې چې کله دا کار پېښ شى نو تاسو ته به راياد شى چې ما تاسو د دې په حقله خبر کړى وئ. ما تاسو ته دا خبرې د اول نه ځکه ونۀ کړې ځکه چې زۀ تاسو سره وم،


عيسىٰ هغۀ ته جواب ورکړو چې، ”ستا به په ما باندې هيڅ اختيار نۀ وے کۀ چرې دا د بره نه تا ته نۀ وے درکړے شوے. په دې وجه چا چې زۀ تا ته په حواله کړے يم، هغه د لوئ ګناه مجرم دے.“


دا سړے د خُدائ پاک د خاص منصوبې او د پوهې په مطابق تاسو ته حواله کړے شو او تاسو هغه د بې‌دينه خلقو په وسيله په سولۍ وخېژولو او مړ مو کړو.


په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan