42 خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.
الياس هغه هلک واپس لاندې د هغۀ مور له راوستو او هغې ته يې وفرمائيل، ”وګوره، ستا زوئ ژوندے دے.“
اليشع جيحازى راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”د هلک مور راوغواړه.“ کله چې هغه راغله، نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”زوئ دې واخله.“
نو هغوئ هغه هلک هغۀ له راوستو. او څۀ وخت چې پيرى هغه وليدو نو د هغۀ وجود يې تاو راتاو کړو او هغه په زمکه پرېوتو، ورغړېدو او په خولۀ يې ځګونه راغلل.
هغه مړے کښېناستو او په خبرو يې شروع وکړه او عيسىٰ هغه خپلې مور ته بيا حواله کړو.
هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”اے بېايمانه او بدکاره پيړۍ. زۀ به ترڅو تاسو سره يم او تاسو به زغمم؟ خپل زوئ دلته راوله.“
او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل. ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل،
کله چې هغوئ درې څلور ميله کِشتۍ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ د اوبو دپاسه روان وليدو چې د کِشتۍ طرف ته رانزدې کېدو. او هغوئ يرې واخستل،
پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.
نو اے آسمانونو او په دې کښې اوسېدونکو خلقو، خوشحالى کوئ. خو اے زمکې او سمندره، په تاسو دې افسوس وى ځکه چې اِبليس ډېر په غصه تاسو ته ښکته راغلو ځکه چې هغه خبر دے چې د هغۀ وخت لنډ دے.“