Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:38 - Pakistani Yousafzai Pashto

38 بيا د ګڼې نه يو سړى چغه کړه، ”اُستاذه، زارى درته کوم چې زما په يک يو زوئ نظر وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:38
8 Iomraidhean Croise  

نو مونږ درته ووئيل چې زمونږ پلار شته چې ضعيف سړے دے او زمونږ يو کشر ورور هم شته چې د هغۀ په بوډاتوب کښې پېدا شوے دے. د دې هلک ورور مړ دے او دا د مور يک يو ژوندے بچے دے. خپل پلار ورسره ډېره مينه کوى.


زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى.


او د هغې علاقې يوه کنعانى ښځه بهر راووتله او په چغه يې ووئيل، ”اے مالِکه، په ما رحم وکړه. اے د داؤد زويه، زما لور پيريانو سخته نيولې ده.“


کله چې هغه د ښاريې دروازې ته ورسېدلو نو يوه جنازه يې وليده. دغه جنازه د يوې کونډې د يک يو زوئ وه او د دې سره د ښاريې ګڼ خلق وُو.


بله ورځ چې هغوئ د غرۀ نه راکوز شول نو ډېره لويه ګڼه ورته راټوله شوې وه.


هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.


کله چې هغۀ واورېدل چې عيسىٰ د يهوديه نه ښکته ګليل ته راغلے دے نو هغه ورله ورغلو او مِنت يې ورته وکړو چې، ”ما سره لاړ شه او زما زوئ جوړ کړه ځکه چې هغه مرګى حال پروت دے.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan