36 هر کله چې آواز ختم شو نو عيسىٰ يې يواځې وليدلو. نو مريدان غلى پاتې شول او هر څۀ چې يې ليدلى وُو، په هغه وخت يې هيچا ته هم حال ونۀ وې.
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
نو کله چې هغوئ د غرۀ نه راکوزېدل نو عيسىٰ هغوئ ته حکم ورکړو چې، ”د دې رويا په حقله تر هغې چا ته څۀ مۀ وايئ ترڅو چې اِبن آدم د مړو نه بيا ژوندے پورته کړے شوے نۀ وى.“
هغه نور نۀ پوهېدو چې څۀ ووائى ځکه چې هغوئ ټول يرې اخستى وُو.