Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:33 - Pakistani Yousafzai Pashto

33 او کله چې هغوئ د عيسىٰ نه رخصتېدل نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. مونږ پرېږده چې درې جونګړې جوړې کړُو، يوه ستا دپاره، يوه د موسىٰ دپاره او يوه د الياس دپاره.“ خو هغه نۀ پوهېدو چې څۀ يې وئيل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:33
13 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ نه هغه څۀ چې زۀ يې لټوم، زۀ دا يو سوال کوم، چې په کور د مالِک خُدائ کښې ټول عمر اوسېږم، او چې هغه په خپل کور کښې ولټوم چې د هغۀ د حُسن ديدن وکړم.


خو زما دپاره به دا ښۀ وى چې زۀ خُدائ ته نزدې شم. ما تۀ خپله پناه ګاه جوړه کړې قادر مطلق مالِکه خُدايه، زۀ به ستا ټول کارونه بيانوم.


کله چې هغوئ خلقو ته واپس راغلل نو يو سړے عيسىٰ له راغلو، د هغۀ په وړاندې په ګوډو شو


نو پطروس عيسىٰ ته ووئيل چې، ”مالِکه، زمونږ دپاره دلته پاتې کېدل ښۀ دى. کۀ تۀ غواړې نو زۀ به دلته درې جونګړې، يوه ستا دپاره، يوه موسىٰ دپاره او يوه الياس دپاره جوړه کړم.“


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”تاسو چې څۀ غواړئ په هغې نۀ پوهېږئ. کوم د مصيبتونو کنډول به چې زۀ څښم ولې تاسو به هغه وڅښلے شئ؟ يا به هغه بپتسمه واخستلے شئ چې به پرې زما بپتسمه کيږى؟“


شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“


هغۀ لا دا خبرې کولې چې يوه وريځ راخوره شوه او په هغوئ يې سورے وکړو. هغوئ ويرېدل څنګه چې په وريځ کښې ننوتل.


يوحنا ووئيل، ”مالِکه، مونږ يو سړے وليدو چې ستا په نوم پيريان شړى، او مونږ د هغۀ د منع کولو کوشش وکړو ځکه هغه زمونږ نه نۀ وو.“


فيليپوس هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته پلار وښايه نو مونږ به مطمئن شُو.“


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan