31 هغوئ په جلال کښې ښکاره شول او د هغۀ د مرګ په حقله يې خبرې وکړې چې په يروشلم کښې پوره کېدونکې وې.
او هغۀ وفرمائيل چې، ”اِبن آدم به خامخا ډيرې سختۍ وزغمى او مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان به يې رد کړى، او هغه به ووژلے شى، او په درېمه ورځ به راژوندے شى.“
نو ناګهانه هغوئ دوه سړى وليدل چې موسىٰ او الياس وُو، چې د هغۀ سره يې خبرې کولې.
بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى.
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.
هم د ايمان په وسيله کله چې د يوسف مرګ نزدې شو نو د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د وتلو هدايت يې وکړو او د خپلو هډُوکو د ښخولو په حقله يې حُکم ورکړو.
د لږ وخت د مصيبت زغملو نه وروستو به د هر قسمه فضل ورکوونکى خُدائ پاک چا چې تاسو په مسيح کښې د خپل جلال دپاره رابللى يئ، هغه به په خپله تاسو بحال کړى، مدد به مو وکړى، قوت به درکړى او مضبوط به مو کړى.
او زۀ به خپل پوره کوشش کوم چې زما د مرګ نه پس به تاسو ته همېشه دا خبرې يادې وى.
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.