3 هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”ځان سره هيڅ مۀ اخلئ، نۀ امسا، نۀ تيلۍ، نۀ روټۍ او نۀ پېسې او نۀ دوېم قميص.
په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه، نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.
هغۀ دولس مريدان راوغوښتل او دوه دوه تنه يې لېږل شروع کړل او هغوئ له يې د پيريانو د شړلو اختيار ورکړو.
بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو.
خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”د کوم سړى سره چې دوه قميصونه وى، يو دې هغۀ له ورکړى چې د چا سره يو هم نۀ وى، او د چا سره چې خوراک وى هغه دې هم داسې وکړى.“
بيا وروستو ليوى په خپل کور کښې د عيسىٰ لويه مېلمستيا وکړله. په دې مېلمنو کښې ګڼ محصولچيان او نور خلق هم شريک وُو.
کوم کور ته چې تاسو ننوځئ نو هلته پاتې شئ او هم هلته نه رُخصت شئ.
يو فوجى خپل ځان په روزمره معاملو کښې نۀ راګېروى ځکه چې د هغۀ مقصد د خپل آفسر زړۀ ساتل وى.