24 څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، نو هغه به يې بچ کړى.
د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې زما د خاطره خپل ژوند بائيلى، هغه به يې حاصل کړى.
څوک چې خپل ځان ساتل غواړى هغه به يې بائيلى، خو څوک چې ځان بائيلى، هغه به يې وساتى.
هغه څوک چې د خپل ژوند سره مينه کوى هغه به يې بائيلى، او څوک چې په دُنيا کښې د خپل ژوند نه نفرت کوى، هغه به يې د تل ژوندون دپاره وساتى.
ښځو خپل مړى بيا ژوندى وموندل. ځينو په ځان وهل ټکول تير کړل، رهائى يې منظوره نۀ کړه، د دې دپاره چې هغوئ ته بهتر قيامت حاصل شى.
خو هغوئ په هغۀ د ګډُورى د وينې او د هغوئ د ګواهۍ کولو په وسيله کامياب شول، او هغوئ خپل ځان عزيز ونۀ ګڼلو تر دې چې مرګ ته تيار شول.
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.