19 هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“
ګورئ، زۀ به تاسو ته الياس پېغمبر د مالِک خُدائ د قيامت د هغه لوئې او هيبتناکې ورځې د راتلو نه مخکښې درولېږم.
نو هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل چې، ”بېشکه چې دا بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے. هغه د مړو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
په دغه ورځو کښې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ راغے چې د يهوديه په بيابان کښې يې دا بيان کولو چې،
نو هيروديس بادشاه د دې نه خبر شو ځکه چې د عيسىٰ نامه مشهوره شوه. ځينې خلقو دا وئيل چې، ”بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ بيا د مرو نه راژوندے شوے دے، ځکه خو ورسره د معجزو طاقت هم دے.“
خو نورو وئيل چې، ”دا الياس دے.“ او ځينو وئيل چې، ”دا د پخوانو نبيانو په شان لوئ نبى دے.“
يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“
نو هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”تاسو څۀ وايئ چې زۀ څوک يم؟“ پطروس جواب ورکړو، ”تۀ د خُدائ پاک مسيح يې.“
نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“
د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“
کله چې هغوئ د هغۀ دا خبرې واورېدې په ګڼه کښې ځينو ووئيل، ”يقيناً چې دا هغه پېغمبر دے د چا چې مونږ په طمع يُو.“
نو هغوئ د هغه ړوند سړى نه بيا تپوس وکړو چې، ”ستا د هغۀ په حقله څۀ خيال دے؟ ځکه چې هغۀ ستا سترګې بينا کړې دى.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”هغه يو نبى دے.“