18 يوه ورځ چې عيسىٰ يواځې دُعا کوله او د هغۀ مريدان هم حاضر وُو نو هغۀ د هغوئ نه تپوس وکړو چې، ”خلق څۀ وائى چې زۀ څوک يم؟“
او چې خلق يې رُخصت کړل نو په خپله غرۀ ته لاړو چې يواځې دُعا وکړى او کله چې ماښام ناوخته شو، هغه هلته يواځې وو.
نو بيا عيسىٰ سره د مريدانو ګيتسمنى نومې ځائ ته لاړو او هلته يې هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ترڅو چې زۀ دُعا کوم تاسو دلته کښېنئ.“
يوه ورځ داسې وشول چې عيسىٰ په يو ځائ کښې دُعا کوله. هغۀ چې دُعا خلاصه کړه نو د هغۀ يو مريد ورته ووئيل، ”مالِکه، مونږ ته د دُعا کولو طريقه وښايه لکه څنګه چې يحيىٰ خپلو مريدانو ته ښودلې وه.“
کله چې ټولو خلقو بپتسمه واخسته نو عيسىٰ هم بپتسمه واخسته، او چې دُعا يې کوله نو آسمان پرانستے شو،
هم په دغه ورځو کښې عيسىٰ غرونو ته لاړو چې دُعا وکړى او ټوله شپه يې د خُدائ پاک نه دُعا وغوښتله.
هغوئ جواب ورکړو، ”ځينې وائى چې بپتسمه ورکوونکے يحيىٰ دے، نور دې الياس ګڼى، او ځينې وائى چې د پخوانو نبيانو نه يو بيا راژوندے شوے دے.“
د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل.
هر کله چې هغۀ دُعا کوله نو د هغۀ شکل بدل شو او د هغۀ جامې برېښېدونکې سپينې شوې.