Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 بيا عيسىٰ هغه پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل او آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو، ماتې يې کړې او مريدانو له يې ورکړې چې په خلقو يې تقسيم کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:16
16 Iomraidhean Croise  

بيا هغۀ خلقو ته حکم ورکړو چې په کبل پېنډه جوړه کړئ. بيا هغۀ دا پينځۀ روټۍ او دوه کبان واخستل، آسمان ته يې پاس وکتل، برکت يې ورکړو او روټۍ يې ماتې کړې او هغه يې مريدانو له ورکړې او مريدانو هغه په خلقو تقسيم کړې.


نو هغه اووۀ روټۍ او کبان يې راواخستل، او د خُدائ پاک شُکر يې پرې وويستو، روټۍ او کبان يې ټوکړې کړل او مريدانو له يې ورکړل، او مريدانو په خلقو وويشل.


بيا يې آسمان ته وکتل او اسويلے يې وکړو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”اِفتح،“ يعنې، ”پرانستے شه.“


بيا هغۀ روټۍ راواخسته، شُکر يې پرې وکړو او ماته يې کړه او هغوئ له يې ورکړه او وې فرمائيل، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره ورکړے کيږى. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“


کله چې هغه د هغوئ سره خوراک ته کښېناستو نو روټۍ يې راواخسته، شُکر يې پرې وويستو، ټُکړې يې کړه او هغوئ له يې ورکړه.


هغوئ هم داسې وکړل او ټول يې کښېنول.


هغوئ ټولو ښۀ په مړه ګېډه خوراک وکړو او کومې پاتې ټوکړې چې راټولې کړے شوې نو دولس ټوکرۍ ترې ډکې شوې.


بيا عيسىٰ روټۍ واخستلې، شُکر يې پرې وکړو او هغه يې په هغه ناستو خلقو تقسيم کړې. او هم دغسې يې د کبانو سره وکړل او هغوئ چې څومره غوښتل نو دومره يې ورکړل.


بيا د تبرياس نه نورې کِشتۍ دېخوا راغلې چرته چې خلقو د مالِک د شُکر ويستلو نه وروستو روټۍ خوړلې وه.


د دې وينا نه وروستو هغۀ روټۍ راواخستله او د هغوئ ټولو په وړاندې يې د خُدائ پاک شُکر پرې ووئيلو، هغۀ دا ماته کړه او په خوراک يې لاس پورې کړو.


څوک چې يوه ورځ خاص ګڼى، هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره ګڼى او دغه شان څوک چې هر څۀ خورى هغوئ يې د مالِک خُدائ د احترام دپاره خورى، ځکه چې هغوئ پرې د خُدائ پاک شُکر کوى. خو څوک چې څۀ نۀ خورى هغوئ يې هم د مالِک خُدائ د احترام دپاره نۀ خورى او د خُدائ پاک شُکر پرې کوى.


کۀ زۀ په کښې په شُکر ګزارۍ شريک شم، نو چې په کوم څيز زۀ شُکر وباسم نو بيا د هغې په سبب زۀ ولې ملامت شم؟


او کله چې هغۀ پرې شُکر وکړو نو ماته يې کړه او وې فرمائيل چې، ”دا زما بدن دے چې ستاسو دپاره دے. زما په ياد کښې دغه شان کوئ.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan