Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:12
13 Iomraidhean Croise  

زۀ به د هغوئ سره د امن لوظ وکړم او د هغه مُلک نه به خطرناک ځناور وشړم، نو هغوئ به په ميرو کښې ژوند کوى او په ځنګلونو کښې به په امن سره اودۀ وى.


ما په صحرا کښې ستاسو خيال ساتلے دے په هغه اوچ بيابان کښې چرته چې هيڅ اوبۀ نۀ وې.


کله چې عيسىٰ دا خبر واورېدو نو په يوه کِشتۍ کښې هغه د هغه ځايه يو خوشى بيابان ته لاړو چې يواځې وى. خو خلق خبر شُو او په دۀ پسې د ښارونو نه پياده روان شُو.


خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. د هغۀ مريدان راغلل او زارى يې وکړه چې، ”دا ښځه لرې کړه ځکه چې په مونږ پسې بې‌واره چغې وهى.“


عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بې‌هوشه شى.“


خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه.


خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“


د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى.


نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan