Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 9:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو خلق خبر شول او ورپسې لاړل. هغۀ خلقو ته هرکلے ووئيلو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله خبرې وکړې او چا ته چې د علاج ضرورت وو، هغوئ له يې شفا ورکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 9:11
21 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ روح په ما نازل دے ځکه چې زۀ هغۀ مسح کړے يم، او دې له يې رالېږلے يم چې غريبانانو ته زېرے ورکړم، مات شوى زړونه روغ کړم، د خلاصون اعلان وکړم او غلامانو ته آزادۍ ورکړم.


خو عيسىٰ چې په دې خبر شو نو د هغه ځائ نه لاړو. ډېر خلق په هغۀ پسې روان شول او هغۀ د هغوئ ټول بيماران روغ کړل.


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده، زړۀ يې پرې وسوزېدو او چې په کښې څوک بيماران وُو هغه يې روغ کړل.


په دواړو کښې کوم يو د پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چې، ”مشر.“ بيا عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې محصولچيان او کنجرې به هم د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې ستاسو نه مخکښې داخليږى.


ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د خُدائ پاک بادشاهى به تاسو نه واخستے شى او هغه قوم له به ورکړے شى څوک چې يې پوره مېوه ورکوى.


اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.


عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چې، ”روغو خلقو ته د طبيب حاجت نۀ وى خو بيمارانو ته يې وى.


د دې نه پس عيسىٰ ښار په ښار او کلى په کلى ګرځېدو، بيان يې کولو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ زيرے يې اورولو. او هغۀ سره هغه دولس مريدان هم وُو،


نو هغۀ وفرمائيل چې، ”تاسو ته دا موقع درکړے شوې ده چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په رازونو پوهه شئ، خو زۀ د نورو دپاره په مِثالونو کښې تعليم ورکوم، ”هغوئ ګورى خو وينى نه، اورى خو پوهيږى نه.“


کله چې رسولان واپس راغلل نو عيسىٰ ته يې خپله کار ګزارى بيان کړه نو هغه هغوئ سره بيتِ‌صيدا نومې ښاريې ته پټ لاړو.


کله چې ماښام شو نو هغه دولس مريدان هغۀ له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”دا خلق رُخصت کړه چې خوا او شا کلو او بانډو ته لاړ شى او ځان له د شپې تېرولو او د خوراک بندوبست وکړى ځکه چې مونږ دلته په خوشى بيابان کښې يُو.“


او هغۀ هغوئ د خُدائ پاک د بادشاهۍ د بيانولو او د بيمارانو د شفا دپاره ولېږل.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.


هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.


او هغۀ د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کولو او د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله يې په زړۀ ورتيا او بغېر د څۀ پابندۍ تعليم ورکولو.


خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟


نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى.


ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بې‌عزتى کوى د هغوئ بې‌عزتى په ما راغله.“


تۀ د کلام زيرے ورکوه او وخت ناوخته دې کار ته تيار اوسه، او په تعليم ورکولو کښې په صبر سره د هغوئ اصلاح کوه او ملامتوه يې او ورته ډاډګيرنه هم ورکوه.


نو راځئ چې مونږ د خُدائ پاک د فضل تخت ته ځان په اعتماد سره ورنزدې کړُو نو چې په مونږ رحم وشى او هغه فضل حاصل کړُو چې د حاجت په وخت زمونږ مدد وکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan