9 د هغۀ مريدانو تپوس ترې وکړو چې د دې مِثال مطلب څۀ وو؟
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
مريدان عيسىٰ ته ورنزدې شول او تپوس يې ترې وکړو چې، ”تۀ دوئ ته په مِثالونو کښې خبرې ولې کوې؟“
نو بيا د زميندار مِثال واورئ.
هغۀ بيا خلق رُخصت کړل او کور ته ورننوتو او مريدان ورله راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ په پټى کښې د جمدر په مِثال پوهه کړه.“
بيا پطروس ووئيل چې، ”مونږ ته دا مِثال تشريح کړه.“
هر کله چې عيسىٰ د ګڼې نه فارغ شو نو دولسو مريدانو او نورو د هغۀ نه ځانله د مِثالونو په حقله تپوس وکړو.
هغۀ د هغوئ سره د مِثالونو نه بغېر کلام ونۀ کړو خو ځان له يې خپلو مريدانو ته هر څۀ واضحه کړل.
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.