7 او څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى ورسره لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.
دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.
مالِک خُدائ د يهوداه او يروشلم خلقو ته فرمائى، ”د خپلو زړونو په سخته زمکه کښې يوه وکړئ او په ازغو کښې تخم مۀ کَرئ.
په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بېمېوې پاتې شى.
څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو.
څۀ تخم په غنو کښې پرېوتو، ازغى لوئ شول او فصل يې لاندې کړو او مېوه دانه يې ونۀ نيوله.
خيال ساتئ او پام کوئ. خپل زړونه په بد مستۍ، نشو او په دُنياوى غمونو مۀ آخته کوئ، ځکه چې هغه ورځ ناګهانه تاسو لکه د لټ راګېر نۀ کړى.
او په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو نوره وده يې د مال دولت لالچ او د ژوند د خوشحالو په وجه مرۍ خپه کړى او مېوه يې پخه نۀ شى.
څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو او څۀ وخت پس زرغون شو او اوچ شو ځکه چې د نمى کمے وو.
او څۀ تخم په زرخيزه زمکه پرېوتو او راوټوکېدو او لوئ شو يو په سل غله يې وکړه.“ هر کله چې عيسىٰ دا وفرمائيل نو آواز يې وکړو، ”کۀ څوک د اورېدو غوږونه لرى نو هغه دې واورى.“