Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 8:53 - Pakistani Yousafzai Pashto

53 خو هغوئ ورپورې وخندل ځکه چې ښۀ خبر وُو چې هغه مړه ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 8:53
11 Iomraidhean Croise  

زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.


زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.


څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى، دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.


خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.


خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل.


او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.


هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“


خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيوله او ورته يې وفرمائيل چې، ”پاڅه زما بچۍ.“


عيسىٰ وفرمائيل، ”دا ګټه لرې کړئ.“ مرتا، د مړ سړى خور، هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه، اوس خو به يې بوئ کړے وى ځکه چې د دۀ د مرګ خو څلور ورځې شوې دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan