51 کله چې هغه کور ته ورسېدو هغۀ د پطروس، يوحنا، يعقوب او د جينۍ د مور پلار نه علاوه ځان سره نور څوک ننوتلو ته پرې نۀ ښودل.
هغۀ دروازه بنده کړه او مالِک خُدائ ته يې سوال وکړو.
هغه به نۀ جنګ کوى، نۀ شور، او نۀ به په کوڅو کښې د هغۀ آواز اورېدے شى.
او هغۀ بيا د ځان سره پطروس، يعقوب او يوحنا بوتلل، نو ډېر غمژن شو او پرېشانى پرې راغله.
شمعون په چا چې هغۀ پطروس نوم کېښودو، او د هغۀ ورور اندرياس، يعقوب، يوحنا، فيليپوس، برتلماۍ،
خو عيسىٰ چې دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مۀ. صرف ايمان وساته نو هغه به بچ شى.“
هغوئ ټولو د هغې جينۍ دپاره ژړا انګولا کوله. خو هغۀ وفرمائيل چې، ”مۀ ژاړئ، هغه مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“
د دې خبرو نه اتۀ ورځې پس هغۀ پطروس، يوحنا او يعقوب د ځان سره کړل او د دُعا دپاره غرۀ ته لاړل.
خو پطروس هغوئ ټولې کمرې نه بهر کړې او هغه په سجده شو او دُعا يې وغوښته، بيا هغۀ مړې ښځې ته مخ راواړولو او وې وئيل چې، ”تبيتا، پاڅه.“ هغې خپلې سترګې وغړولې او چې پطروس يې وليدلو نو نېغه کښېناسته.