50 خو عيسىٰ چې دا واورېدل نو هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مۀ. صرف ايمان وساته نو هغه به بچ شى.“
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
خو عيسىٰ چې دا خبره واورېده نو د عبادتخانې مشر ته يې وفرمائيل چې، ”يرېږه مه، صرف ايمان وساته.“
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”تۀ ولې داسې وائې چې کۀ تۀ څۀ کولے شې؟ د چا چې پوره ايمان وى د هغۀ دپاره هر څۀ ممکن دى.“
نو هغۀ هغې ته وفرمائيل چې، ”زما لورې، ستا ايمان تۀ روغه کړې، په خير لاړه شه.“
کله چې هغه کور ته ورسېدو هغۀ د پطروس، يوحنا، يعقوب او د جينۍ د مور پلار نه علاوه ځان سره نور څوک ننوتلو ته پرې نۀ ښودل.
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى،
عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ولې ما تاسو ته دا نۀ وُو وئيلى څۀ، چې کۀ چرې تاسو ايمان لرئ نو تاسو به د خُدائ پاک لوئى ووينئ؟“
لکه چې صحيفې وائى چې، ”ما تۀ د ډېرو قومونو پلار جوړ کړے يې.“ د هغه خُدائ پاک په حضور کښې په چا چې د هغۀ ايمان وو، څوک چې مړى بيا راژوندى کوى او نشت شتۀ کوى.
خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو.