5 ”يو زميندار د تخم کَرلو دپاره بهر لاړو نو چې کله هغۀ په خپل پټى کښې تخم نوستلو نو څۀ تخم ترې نه په لاره پرېوتو او د پښو د لاندې شو او د هوا مارغان راغلل هغه يې وخوړو.
ټپوسان په غوښه لاندې راغوټه شول، خو ابرام ترې نه وشړل.
تۀ هغوئ ټول رد کوې څوک چې ستا د شريعت نه اوړى او د هغوئ دوکه بلکل عبث ده
هغۀ په جواب کښې وفرمائيل چې، ”اِبن آدم زميندار دے څوک چې ښۀ تخم کَرى،
تاسو د دُنيا دپاره مالګه يئ. کۀ مالګه بېخونده شى، نو بيا به څنګه مالګينه شى؟ دا بيا د هيڅ څيز دپاره په کار نۀ راځى او بهر وغورزولے شى او د پښو لاندې کولو جوګه شى.
د لارې په غاړه هغه خلق دى چرته چې کلام کَرلے کيږى، او چې کلام واورى نو شېطان سمدستى راشى او کَرلے شوے کلام د دوئ نه يوسى.
او ډېر خلق د مختلفو ښارونو نه عيسىٰ ته راجمع کېدل نو هغۀ په دې مِثال کښې خبرې وکړې،
څۀ تخم په کاڼيزه زمکه پرېوتو او څۀ وخت پس زرغون شو او اوچ شو ځکه چې د نمى کمے وو.
په دې وجه مونږ له په کار دى چې په هغه څۀ ډېر غور وکړُو څۀ چې مونږ واورېدل، نو هسې نه چې مونږ د دې نه لرې لاړ شُو او ونۀ ښوئيږو.