46 خو عيسىٰ وفرمائيل چې، ”چا خو ما له لاس راوړو ځکه چې زۀ پوهه شوم چې يو طاقت ما نه بهر شو.“
يوه ورځ عيسىٰ تعليم ورکولو او فريسيان او د شرعې عالمان ورته هم نزدې ناست وُو چې د ګليل، د يهوديه او د يروشلم د هر کلى نه راغلى وُو، او د مالِک خُدائ د شفا ورکولو قوت د هغۀ سره وو.
ټولو خلقو کوشش کولو چې لاس وروړى ځکه چې د هغۀ نه يو طاقت راوتلو او ټول به يې روغول.
کله چې ښځه پوهه شوه چې هغه پټېدے نۀ شى، نو په رپېدو سره راغله او د هغۀ په پښو کښې پرېوتله او د ټولو خلقو په وړاندې يې د دې اِقرار وکړو چې هغې ولې هغۀ له لاس وروړو او څنګه هغه سمدستى جوړه شوه.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.