45 عيسىٰ وفرمائيل، ”دا چا ما له لاس راوړو؟“ ټول منکر شول او پطروس ووئيل، ”مالِکه، ګڼه درباندې راټوله ده او خلق درته راجُختيږى.“
يو وخت به په تا داسې راشى چې ستا دشمنان به ستا محاصره وکړى، هغوئ به ستا نه چاپير شى او د هرې خوا نه به دې راګېر کړى.
شمعون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه. مونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چې تۀ داسې وائې نو زۀ به جالونه ورواچوم.“
هغه د شا د طرفه راغله او د هغۀ د جامو لمن له يې لاس وروړو او سمدستى يې وينه ودرېده.
خو عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو د ځانه دوئ ته د خوراک څۀ ورکړئ چې وې خورى.“ نو هغوئ ووئيل چې، ”مونږ سره خو پينځۀ روټۍ او دوه کبان دى، نور هيڅ نشته، ترڅو چې مونږ په خپله لاړ نۀ شُو او د دوئ دپاره د خوراک څښاک بندوبست ونۀ کړُو.“