39 ”خپل کور ته واپس لاړ شه او هغه هر څۀ بيان کړه چې خُدائ پاک ستا دپاره وکړل.“ هغه لاړو په ښار کښې هرې خوا ته وګرځېدو او چې عيسىٰ د هغۀ دپاره څۀ کړى وُو هغه يې خلقو ته بيان کړل.
ما ته راشئ او غوږ ونيسئ تاسو ټول څوک چې د خُدائ پاک نه يرېږئ، نو تاسو ته به زۀ اوس ووايم چې هغۀ ما له څۀ کړى دى.
خو هغه سړے بهر لاړو او د دې قيصې نه يې ټول خلق خبر کړل. دا خبره يې تر لرې لرې خوره کړله تر دې چې عيسىٰ به يو ښار ته هم په ښکاره نۀ شو تلے او بهر به په خوشو ځايونو کښې پاتې کېدو. خو بيا به هم خلق د هر لورى نه هغۀ له راتلل.
څۀ وخت چې عيسىٰ کِشتۍ ته ورختلو نو کوم سړے چې پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره د تلو خواست وکړو.
خو عيسىٰ د دې اجازت ورنۀ کړو او ورته يې وفرمائيل چې، ”خپل کور ته واپس لاړ شه او خپلو خپلوانو ته ووايه چې مالِک خُدائ ستا دپاره هر څۀ وکړل او خپل څومره فضل يې تا ته ښکاره کړو.“
د کوم سړى نه چې پيريان پاڅېدلى وُو هغۀ ورته خواست وکړو چې ورسره ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې،
کله چې عيسىٰ راواپس شو نو خلقو ورته هرکلے ووې ځکه چې هغوئ ټول ورته په اِنتظار وُو.
”راشئ، يو داسې سړے ووينئ چې ما څۀ کړى وُو هغه ټول يې راته ووئيل. کېدے شى چې دا مسيح وى؟“
د هغۀ ثناء وايئ، هغه ستاسو خُدائ پاک دے او تاسو په خپلو سترګو هغه لوئ او عجيبه کارونه ليدلى دى چې ستاسو دپاره يې کړى دى.
او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بېايمانه نه هم بدتر دے.