37 نو د ګِراسينيانو د مُلک ټولو خلقو عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه. ځکه چې هغوئ ډېر يرې اخستى وُو. نو هغه کشتۍ ته وختلو او واپس لاړو.
هغه ښځې الياس ته ووئيل، ”د خُدائ پاک پېغمبره دا تا ما سره څۀ کړى دى؟ تۀ دلته د دې دپاره راغلے يې چې خُدائ پاک ته زما ګناهونه راياد کړې او زما د زوئ د مرګ سبب وګرځې؟“
بيا د کلى ټول خلق بهر راووتل چې عيسىٰ ووينى، او کله چې هغوئ وليدو نو ورته يې مِنت زارى وکړه چې د دې علاقې نه لاړ شه.
بيا هغوئ عيسىٰ ته مِنت زارى وکړه چې، ”زمونږ د علاقې نه لاړ شه.“
هر څوک چې ستاسو خبرې ته غوږ نيسى، هغه ما ته غوږ نيسى او هر څوک چې ستاسو خبره رد کوى، هغه ما رد کوى او څوک چې ما رد کوى، هغه هم هغه رد کوى چې زۀ يې رالېږلے يم.“
کله چې شمعون پطروس دا نظاره وليدله نو د عيسىٰ په پښو پرېوتو او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، زما نه لاړ شه ځکه چې زۀ ګناه ګار يم.“
کله چې هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغې يې کړې او سجده يې ورته وکړه او دا چغې يې وهلې، ”اے عيسىٰ، د خُدائ پاک زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ د خُدائ تعالىٰ دپاره ما مۀ په عذابوه.“
کومو خلقو چې دا واقعه ليدلې وه هغوئ نورو ته ووئيل چې دا پيريانو نيولے سړے څنګه روغ شو.
د کوم سړى نه چې پيريان پاڅېدلى وُو هغۀ ورته خواست وکړو چې ورسره ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې،
او کوم خلق چې تاسو قبول نۀ کړى نو چې کله تاسو د هغوئ ښار پرېږدئ نو د خپلو پښو نه دوړې وڅنډئ چې د هغوئ خلاف ګواهى شى.“
نو بيا هغوئ بل کلى ته لاړل.
او راغلل او معافى يې ورنه وغوښته، او هغوئ يې رابهر کړل او مِنت يې ورته وکړو چې د ښار نه لاړ شئ.
خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطره کښې واچوو؟ هغه لوئ اور به مونږ تباه کړى. زمونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خبرې واورېدلې نو مړۀ به شُو.
نو د بيتشمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“