34 د خنزيرانو ساتونکو چې دا وليدل نو وتښتېدل. هغوئ ښار او بانډو ته دا خبر ورسولو.
ښځې لا په خپله لار تللې چې ځينې څوکيداران ښار ته ننوتل او مشرانو اِمامانو ته يې ټوله قيصه تيره کړه.
د خنزيرانو ساتونکى نزدې ښار ته وتښتېدل او هر چا ته يې هغه ټوله قيصه بيانوله، څۀ چې په پيريانو نيولى سړو تير شوى وُو.
د خنزيرانو ساتونکى وتښتېدل او دا خبر يې ښار او خوا او شا بانډو ته ورسولو او خلق د دې واقعې تماشې له راووتل.
بيا پيريان د سړى نه راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او ډوبه شوه.
او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل.