33 بيا پيريان د سړى نه راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او ډوبه شوه.
هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”لاړ شئ.“ نو هغوئ راووتل او په خنزيرانو کښې ورننوتل او د خنزيرانو ټوله رمه په منډه شوه او د کمر نه ښکته درياب ته پرېوته او په اوبو کښې ډوبه شوه.
يوه ورځ چې عيسىٰ د ګِنيسرت درياب په غاړه ولاړ وو نو لويه ګڼه ترې راچاپيره وه چې د خُدائ کلام واورى،
نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېده او پيريانو مِنت زارى ورته وکړه چې، ”مونږ له اجازت راکړه چې په دوئ کښې ورننوځو.“ نو هغۀ هغوئ له اجازت ورکړو.
د خنزيرانو ساتونکو چې دا وليدل نو وتښتېدل. هغوئ ښار او بانډو ته دا خبر ورسولو.
خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.
او د هغوئ بادشاه د عالمِ ارواح فرښته وه چې په عبرانۍ کښې د هغې نوم ابدون، او په يونانۍ ژبه کښې اپوليون، يعنې تباه کوونکے دے.