لوقا 8:32 - Pakistani Yousafzai Pashto32 نو هلته د غرۀ په خوا کښې د خنزيرانو يوه لويه رمه څرېده او پيريانو مِنت زارى ورته وکړه چې، ”مونږ له اجازت راکړه چې په دوئ کښې ورننوځو.“ نو هغۀ هغوئ له اجازت ورکړو. Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.