Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




لوقا 8:29 - Pakistani Yousafzai Pashto

29 ځکه چې عيسىٰ پيريانو ته حکم کړے وو چې دې سړى نه راوځئ. ډېر ځله يې هغه نيولے وو او د حفاظت د کبله به په زنځيرونو کښې وتړلے شو او زولنۍ به ورواچولے شوې خو هر ځل به هغۀ ځان خلاصولو او پيريانو به هغه بيابان ته بوتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




لوقا 8:29
9 Iomraidhean Croise  

ځکه چې عيسىٰ هغۀ ته دا وفرمائيل، ”اے پيريانو، د دې سړى نه راوځئ.“


کله چې هغۀ عيسىٰ وليدلو نو چغې يې کړې او سجده يې ورته وکړه او دا چغې يې وهلې، ”اے عيسىٰ، د خُدائ پاک زويه، تۀ زما نه څۀ غواړې؟ د خُدائ تعالىٰ دپاره ما مۀ په عذابوه.“


بيا عيسىٰ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نوم دې څۀ دے؟“ هغۀ ووئيل چې، ”زما نوم لښکر دے،“ ځکه چې هغه ډېرو پيريانو نيولے وو.


هر وخت يې پيرے نيسى، چغې ترې وباسى، تاو راتاو يې کړى او را وى غورزوى او په خوله يې ځګونه رامات شى او چې ډېر بد يې زخمى کړى نو هله ترې لاړ شى.


خو د راوستو نه مخکښې پيريانو هغه ماشوم راوپرزولو او تاو راتاو يې کړو، خو عيسىٰ پيرے ورټلو، هلک يې روغ کړو او پلار ته يې واپس حواله کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan