26 بيا عيسىٰ د خپلو مريدانو سره د ګِراسينيانو علاقې ته ورسېدلو کوم چې د ګليل په بله غاړه وو.
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”ستاسو ايمان چرته دے؟“ هغوئ په يره او حېرانتيا يو بل ته ووئيل چې، ”دا لا څۀ قِسم سړے دے چې هوا او چپو له حکم ورکوى او هغوئ يې حکم منى؟“
څنګه چې عيسىٰ وچې ته راکوز شو نو يو سړے يې وليدو چې پيريانو نيولے وو او د ډېر وخت نه يې نۀ خو جامې اغوستې وې او نۀ کور کښې اوسېدلے وو خو په قبرستان کښې دېره وو.